متلونه

ښه پر دې دونيا دي ښه خوى د زړونو ښکار کوي ښه د بدو تومنه ده . ښه د درياب پرماهي هم نه ورکيږي. ښه دې هم د ځان دي ، بد دي هم د ځان. ښه عمل به دې سلطان کړي ، بد عمل به دې په ځان پورې حيران کړي ښه عمل به دې نېکنام کړي ، بد عمل به دې بدنام کړي ښه عمل د لارې مل . ښه مه پر زاړه کړه ، مه پر واړه . ښه مه کوه بد به نه در رسي
Share on Google Plus

About Pathan

0 comments:

Post a Comment